کابل کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونیول شول.
له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د څلورمې او لسمې ناحیو او د بګرامیو په نساجي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
له یادو کسانو څخه دوه کیلو ګرامه نشه يي توکي، ۵۰ لیتره الکولي څښاک، د الکولي څښاکو ۲۰ کڅوړې او یو عراده لېږدوونکې واسطه کشف او ضبط شوي دي.