کابل کې څلور تنه د سازمان شویو جرمونو په تور ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۰:۵۳
6

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په پایله کې څلور تنه د سازمان شویو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
یاد کسان په وژنې، انسان تښتونې، وسله والو غلاوو او ترور تورن دي.
له نیول شویو کسانو څخه پنځه میله وسلې او مهمات یې، لاسي بمونه او نظامي یونیفورمونه هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.