کابل کې پنځه شکمن کسان د ترهګریزو کړنو په تړاو ونیول شول.

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو نیولي دي.
نیول شوي کسان د مزار، چهار آسیاب، ده سبز او چرخ ولسوالیو اصلي اوسېدونکي دي او اوسمهال د ده سبز مېشتي دي.