کابل کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې ووېشل شوې
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري د کابل په بادام باغ سیمه کې پر ۲۰۰ مستحقو سوالګرو کورنیو نغدي مرستې ووېشل شوې، چې هرې کورنۍ ته ۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یاد معینیت د دفتر رئیس، الحاج مل پاسوال مولوي حسیب الله احمدي غونډې ته وویل چې دا مرستې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د لارښوونې پر بنسټ شوې دي. نوموړي هیله وښوده چې دغه نغدي مرستې به د لوی اختر په درشل کې د یادو کورنیو د اقتصادي ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي.