کابل کې له دوه ترورېستي پېښو مخنیوی شوی
کابل پولیسو د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د کابل ښار د شپږمې ناحیه په قلعه بابو سیمه او همدارنګه د اومې حوزې په تخنیکم بلاک سیمه کې د ترورېستي پېښو په پار ځای پر ځای کړي وو.
د دې ځای پر ځای شویو ماینونو عاملین طالبان دي او په شنډېدو سره یې له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.