کابل کې له دوه او کندهار کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۲:۵۷
6

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو تېره شپه د کابل ښار د اومې ناحیې په اړوند "ریشخور" سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې په پار د ترهګرو طالبانو د دوه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونه له چاودنې مخنیوی کړی دی.
بلخوا؛ د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو هم د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړی دی.