کابل کې د یوې جنایتکارې ډلې ډلمشر ضمیر مشهور په "هودخېل" له یوه همکار سره یې محمود مشهور په "ګرګ" له پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۰:۱۹
2

ضمیر مشهور په هودخېل چې د یوې جنایتکارې ډلې ډلمشري یې کوله، کابل ښار کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته په ژوبل حالت کې له یوه همکار محمود مشهور په ګرګ سره یو ځای نیول شوي دي.
ضمیر هودخېل د سازمان یافته جرمونو له خطرناکو جنایتکارانو و، چې د کابل ښار په ځینو سیمو کې يې جنايي جرمونه سازماندهي کول.
یاد جنایتکار تېره شپه د کابل ښار د دولسمې حوزې او بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د پولیسو د یو لړ هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې تر وسله الې نښتې وروسته په ژوبل حالت کې له یوه همکار سره یې یو ځای نیول شوي دي.
ضمیر هودخېل په کابل ښار کې د یوې سازمان یافته جرمي شبکې مشري کوله او د وسله والو غلاوو، وژنې، لارنیونې، شکونې او چپاولګرۍ په بېلابېلو قضیو کې یې لاس درلود.
له یادو کسانو څخه درې میله کلاشینکوفونه او تفنګچه، یو عراده موټر او یو شمېر نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.