کابل کې د وسله والو غلو یوه ډله ونیول شوه

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۷:۳
1

د کابل د دیارلسمې حوزې منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو حرفوي غلو څلور کسیزه ډله نیولې ده.
نیول شویو غلو د کوچنیو او لویو غلاو په څه باندې ۴۱ قضیو کې په ځانګړې توګه د کورونو د لوټونې، د وسایطو د غلا او همدارنګه د موبایل او نقدو پیسو په غلا کې لاس درلود.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه یو عراده موټر او یو میل وسله هم ترلاسه شوي دي.