کابل کې د وسله والو غلو یوه ډله ونیول شوه

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۸:۱
01

نن مازدیګر د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د میربچه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله تر پېژندنې وروسته نیولې ده.

یادو کسانو د کابل ولایت په میربچه کوټ، کلکان او قره باغ ولسوالیو کې په وسله والو غلاوو او لارنیونې لاس پورې کاوه او تر دې دمخه د پولیسو تر څار لاندې وو.

د یادونې ده چې له دې کسانو څخه درې میله تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.