کابل کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله ونیول شوه

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۳:۱۸
fd

تېره ورځ د کابل پولیسو د یوولسمې حوزې له اړوند سیمو څخه درې تنه د وسله والې غلا په تړاو نیولي.
یاد وسله وال غله د هوټل پروان څلور لارې اړوند یوه درملتون ته ور دننه شوي او له وسلو په استفاده یې غوښتل چې د درملتون پیسې و قیمتي اجناس له ځانو سره یوسي.
یاد غله د یوولسمې حوزې د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته له یو عراده نقلیه واسطې سره یو ځای نیول شوي دي.