کابل کې د وسایطو یو غل د یوې لېږدوونکې واسطې د غلا پر مهال ونیول شو

نن ماښام د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې منسوبینو د یادې حوزې په اړوند سیمو کې د لېږدوونکو وسایطو یو غل نیولی دی.
دا کس چې په "پل سرخ" سیمه کې د کابل ښار د یوه اوسېدونکي د لېږدوونکې واسطې پر غلا بوخت و، د درېیمې امنیتي حوزې د ښاري ګزمې لخوا له شته وسایلو سره یې یو ځای تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.