کابل کې د وسایطو دوه حرفوي غله ونیول شول
پولیسو د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسایطو دوه حرفوي غله نیولي دي.
یادو غلو څه موده دمخه په کابل ښار کې د دوه عرادو موټرو د غلا په قضیو کې لاس درلود، چې د پولیسو تر څار لاندې وو او تېره ورځ د پولیسو له خوا تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
دا کسان د موټرو د څښتنو له لوري هم پېژندل شوي دي.