کابل کې د نشه يي توکو د پلور شبکې دوه غړي ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۰:۴۷
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د کابل ښار داتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو د پلور شبکې دوه غړي نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۲۹۲۲۵۰ افغانۍ، ۲۴۰۰۰ کلدارې، ۱۰۰ امریکايي ډالره، ۲۰۰۰ افغانۍ جعلي پیسې او یو اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.
یادو ځواکونو د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د درېیمې او اومې حوزو په اړوند سیمو کې د درېیو بېلو عملیاتو په پایله کې د الکولي څښاکو درې پلورونکي نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.