کابل کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په کابل ولایت کې د نشه يي توکو ضد د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو او "کا" تابلېتونو دوه لوی پلورونکي نیولي دي.
یاد کسان چې د نشه يي توکو او کا نشه کوونکو تابلېتونو له لویو پلورونکو څخه دي، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند میوند جادې او د دولسمې ناحیې په اړوند محبس څلور لاره کې نیول شوي دي.