کابل کې د ماین جوړوونکو یوه شبکه ونیول شوه
د کابل پولیسو وړمه شپه د اتمې حوزې په اړوند سیمو کې پر یوه استوګنیز کور هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د ماین جوړوونکو څلور کسیزه شبکه نیولې ده.
د دې عملیاتو په لړ کې د یادو ترهګرو ماین جوړوونکو دوه کړۍ نښلېدونکي ماینونه، دوه میله وسلې، لسګونه ټوکه جواز سیرونه، کمپیوټر او یو اندازه نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.
هېره دې نه وي چې د پولیسو عملیات د امنیتي میثاق په اډاڼه کې د جرمي او ترورېستي هستو د ځپلو په موخه ګړندي روان دي.