کابل کې د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې د حرفوي غلو دوه ډلې ونیول شوې
کابل پولیسو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې د حرفوي غلو دوه ډلې چې د کابل ښار په اړوند سیمو کې یې په بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه په چپاول او د پیسو په غلا کې لاس درلود، نیولې دي.
لومړۍ ډله چې درې تنه په کې شامل دي د غلا، شکونې او لارنیونې په قضیو کې د لاس لرلو له امله د پولیسو تر څار لاندې وو او د دیارلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
همداراز بله ډله چې دوه کسه پکې شامل دي ۱۳۰۰ امریکايي ډالر یې د لسمې حوزې له اړوند سیمو څخه غلا کړي وو او غوښتل یې وتښتي چې د پولیسو د چټکو عملیاتو په ترڅ کې د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې له غلا شویو پیسو سره یو ځای نیول شوي دي.