کابل کې د خطرناکو وسله والو غلو یو ډلمشر له یوه همکار سره یې ونیول شو

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د خطرناکو وسله والو غلو یو ډلمشر له یوه همکار سره یې یو ځای نیولی دی.
تېره شپه د کابل ښار د پينځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د وسله والو غلو یوه ډله د پولیسو له لوري تر پېژندنې وروسته له پولیسو سره ونښته، چې د دواړو لورو د ډزو په پایله کې د وسله والو غلو یو غړی ووژل شو او د یادې ډلې د ډلمشر "فهیم" نومي په شمول دوه تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
له بده مرغه په دې نښته کې یو ملي پولیس په شهادت رسېدلی او یو بل یې ژوبل شوی دی.
له نیول شویو وسله والو غلو څخه یو هایلکس ډوله موټر له درې میله کلاشینکوفونو او یو اندازه نظامي تجهیزاتو سره هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
کابل کې د وسله والو غلاوو د زیاتوالي په اړه د خلکو له شکایت وروسته، ملي پولیسو د څو جلا عملیاتو په پایله کې د حرفوي غلاوو ګڼې ډلې نیولې دي.