کابل کې د حضرت حمزه رضي الله عنه د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۰۰ پولیس فارغ شول

په همدې تړاو مراسمو کې چې په یاد مرکز کې ترسره شول د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ملا رحمت الله نجیب، د امنیتي چارو ستر معینیت د دفتر رییس قاري احسان الله سهیل، د کابل والي ملا امین الله عبید او د کابل امنیه قومندان ولي جان حمزه او یو شمېر مسؤلینو پکې ګډون کړی و.
مسؤلینو غونډې ته په خپلو ویناوو کې د پولیسو په مسلکي کولو او وړتیا لوړولو ټينګار وکړ او له فارغو منسوبیو یې وغوښتل چې د وظیفو په مهال له خلکو سره نیکه رویه وکړي او د خپلو اوامرو اطاعت وکړي.
د فارغینو له ډلې ۸۲ تنه افسران، ۱۳۳ ساتنمنان او د کابل ښار د امنیتي حوزو او د کابل د لسوالیو د امنیې قومندانیو ۱۸۵ سرتیري وو چې د پولیسو په یاد روزنیر مرکز کې یې په عملي او نظري بڼه مسلکي او عقیدتي زدهکړې بشپړې کړې.