کابل کې د جنايي پېښو یو ډلمشر ونیول شو

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۳ - ۱۴:۸
5

تېره شپه پولیسو د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي سیمه کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د جنايي پېښو یو ډلمشر له یو همکار سره یو ځای نیولي دي.
دې ډلې کابل کې په بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه د موټرو غلا، د نشه يي توکو قاچاق، د اسنادو جعل او تذویر او سازماني جرمي فعالیتونو کې لاس درلود.
له دې ډلې څخه یو شمېر نظامي تجهیزات، د موټر پلېټ، نشه يي توکي، مخابره، څو قطعې جواز سیر او یو شمېر وسایل د پولیسو لاسته ورغلي دي.
پولیسو کابل کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او د خلکو لپاره د عامه امن او نظم د مساعدولو لپاره هڅې کوي.