کابل کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی له څو میله وسلو سره ونیول شو

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۴:۳۵
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
له یاد کس څخه درې میله کلاشینکوفونه، یو اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شوي کس نسبتي دوسیه تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.