کابل کې د ترهګرو طالبانو څلور غړي ونیول شول

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۷:۳۲
1

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو څلور غړي نیولي دي.
یادې ډلې په پغمان ولسوالۍ کې په ترورېستي فعالیتونو کې فعاله ونډه درلوده او له دوی څخه دوه میله کلاشینکوفونه او یو اندازه نظامي مهمات او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.