کابل کې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ډله ونیول شوه

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۵
خبر

کابل کې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ډله ونیول شوه
یکشنبه ۲۴ کب ۱۳۹۹
د پولیسو د ۱۱۹ اطلاعاتي شمېرې د همکارۍ او د کابل پولیسو د پر وخت اقدام په ترڅ کې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند ګمرک سیمه کې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ډله نیول شوې ده.
یادې ډلې د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې یو کس تښتولی و او غوښتل یې بلې سیمې ته یې ولېږدوي، چې پولیسو ته د پر وخت اطلاع او همدارنګه د پولیسو د بې ځنډه اقدام په پایله کې تر لنډې نښتې وروسته نیول شوې ده.
د یادونې وړ ده چې تښتول شوی کس د انسان تښوونکو له منګولو ژغورل شوی او همداراز یو میل وسله، یوه پایه مخابره او یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
بلخوا؛ د کابل ګډ امنیتي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په اوزبین سیمه کې د یوه بل هدفمند عملیات په ترڅ کې هم دوه کسه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړي دي.
کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خپلو هېوادوالو غواړي څو د شکمنو پېښو او کسانو د لیدلو په صورت کې د پولیسو له ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه ونیسي.