کابل کې د "امنیتي میثاق" پر بنسټ ۹ حرفوي غله ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۱۰:۱۸
7

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار د پنځمې، شپږمې، یوولسمې او پنځلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د امنیتي میثاق پر بنسټ ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې نهه حرفوي غله نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ په شپږمه ناحیه کې د وسله والو غلو درې کسیزه ډله  او همدارنګه په پنځلسمه ناحیه کې هم د حرفوي غلو پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده.
نیول شویو کسانو د وسایطو په غلا کې لاس درلود او وسلې یې کشف او ترلاسه شوې دي.
په همدې حال کې؛ د وسله والو غلو یو بل ډلمشر چې د کابل ښار د پنځمې او شپږمې ناحیو په اړوند سیمو کې یې د غلا په ګڼو قضیو کې لاس درلود، نیول شوی دی.