کابل کې دوه حرفوي غله ونیول شول
نن مازدیګر پولیسو د کابل ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه حرفوي غله له پېژندنې وروسته نیولي دي.
یاد کسان د درېیمې ناحیې په اړوند پل سرخ سیمه کې له یوې ښځې د موبایل او دستکول د غلا پر مهال د درېیمې امنیتي حوزې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.