کابل کې دوه تنه له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ په "قچي" کلي کې د ترهګرۍ ضد ځینې شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس له ترهګر طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.
همداراز د کابل ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم د ځانګړو پولیسو د یو بل عملیات په پایله کې یو کس له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوی دی.
له یادو ترهګرو څخه نږدې ۵۰ سیټه موبایلونه، مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.