کابل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي او لوګر کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له دې کسانو څخه یوه قبضه تومانچه، یو اندازه مهمات او یو کړۍ ماین هم ترلاسه شوي دي.
بلخوا؛ یادو ځواکونو په لوګر ولایت کې هم د سړک غاړې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ په “سپین کلا” سیمه کې ماینونه د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.