کابل کې دوه تنه د یوې ښځې د قتل په تړاو ونیول شول
له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ښار په اړوند سیمو کې د جنايي جرمونو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د یوې ښځې د وژنې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان څه موده دمخه د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې یوه کور ته دننه شوي وو او په یاد کور کې یې د پيسو او زرو له غلا وروسته یوه ښځه وژلې وه.
له نیول شویو کسانو څخه یوه قبضه تفنګچه هم ترلاسه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې دې کسانو تر دې دمخه هم په ګڼو جرمي قضیو کې لاس درلود او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.