کابل کې دوه تنه د چرسو د قاچاق په تړاو ونیول شول
تېره ورځ د کابل ښار د شمال دروازې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۱۵ کیلو ګرامه چرس او یو عراده موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.