کابل کې دوه تنه د وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار د اومې ناحیې له اړوند سیمو دوه تنه د وسله والو غلاو او غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو له پېژندنې وروسته نیولي.
له یادو کسانو څخه دوه میله وسلې او یو قبضه برچه د پولیسو لاسته ورغلي دي.