کابل کې دوه تنه د هدفي وژنو په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په قره باغ لسوالۍ کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو دوه غړي چې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود، نیولي دي.
یادو ترهګرو له څه مودې راهیسې د قره باغ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترورېستي پېښو په طرح او سازماندهي په ځانګړې توګه د دولتي کارکوونکو په ترور کې لاس درلود.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تفنګچه او یو اندازه نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.
بلخوا؛ یادو ځواکونو د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې هم ګډ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې دوه نامسووله وسله وال له یو میل پیکا، دوه میله کلاشنیکوفونو، یو کړۍ لاسي بم او یو اندازه مهماتو سره یو ځای نیولي دي.