کابل کې دوه تنه د هدفي وژنو په تړاو ونیول شول
نن د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې منسوبینو د یادې حوزې په اړوند بتخاک څلور لاره سیمه کې دوه وسلهوال موټرسایکل سپاره کسان د هدفي وژنو په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف له څه باندې ۲۰۰ ډزه ګولیو او دوه عرادې موټرسایکلونو سره د پولیسو لاسته ورغلي دي.