کابل کې دوه ترهګر چې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود، ونیول شول
![7](/sites/default/files/2020-11/127231961_1875591129245442_2686437621655361171_n.jpg)
د کابل پولیسو دوه ترهګر چې په کابل ښار کې یې د هدفي وژنو په طرح او سازماندهي کې لاس درلود، نیولي دي.
یاد ترهګر د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په پایله کې نیول شوي او له دې کسانو څخه دوه قبضه تفنګچه هم ترلاسه شوې ده.