کابل کې دوه ترهګر طالبان چې په ګڼو هدفي وژنو کې یې لاس درلود، مړه او ټپیان شوي

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ - ۱۱:۵۸
8

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار د دولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو طالب ترهګر چې په کابل ښار کې یې په هدفي وژنو کې لاس درلود، وژلی او بل همکار یې ټپي کړی دی.
له یادو کسانو څخه درې کړۍ لاسي بمونه، پاکستاني پېژندکارتونه او یوه قبضه تومانچه هم ترلاسه شوي دي.