کابل کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل له ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوی
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له دفاعي ځواکونو سره یو ځای د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یو لړ عملیات په لاره اچولي وو، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو دوه کلیدي غړي وژلي دي.
همداراز دې ځواکونو د عملیاتو له سیمې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو هم نیولی دی.
په همدې حال کې یادو ځواکونو د ننګرهار ولایت د مهمند درې ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه یو شمېر نظامي تجهیزات او مهمات هم کشف او ترلاسه کړي دي.