کابل کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۱۴:۳۰
1

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څلور میله بېلابېل ډوله وسلې او یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.