کابل کې درې تنه د غلا او دوه تنه د قتل په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د درېیمې ناحیې په اړوند "کارته سخي" سیمه کې درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
د دې ډلې په منځ کې یوه ښځه هم شامله ده او د غلو له یادې درې کسیزې ډلې څخه یو عراده غلا شوې واسطه هم تر لاسه شوې ده.
همداراز د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې هم دوه تنه د قتل په تړاو نیول شوي دي.