کابل کې تر ۲۲ زرو زیاتې نشهيي ګولۍ ونیول شوې
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کابل ښار د اوولسمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوې کشفي عملیاتي هڅې په ترڅ کې دوه تنه هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې ۲۲ زره او ۷۷۴ دانې زیکپ او نورې نشهيي ګولۍ قاچاق کړي. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.