کابل کې اوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
نیول شوي کسان به تر څېړنو او ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژندل شي.