کابل کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې او دیارلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د غلا، ژوبلې، دوکې او شکونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي.