کابل کې؛ ۴۸ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو څو ورځو راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ۴۸ شکمن کسان د نشه یي توکو د پلور او کارولو په تړاو نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شوو کسانو ۵ زره او ۷۵۵ نشه یي ګولۍ او ډول ډول نشه یي توکي ترلاسه شوي دي.