کابل کې؛ پولیسو ۲۳ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د څو جلا عملیاتو په مهال ۲۳ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو یوه اندازه چرس، شیشه او ۳ زره او ۷۹۲ نشه یي ګولۍ ترلاسه شوي دي.