کابل کې؛ پولیسو ۱۶ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي دي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۶ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو یوه اندازه چرس او نشه یي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.