کابل ښار کې له ځانمرګو واسکټونو، وسلو او مهماتو یوه ډکه واسطه کشف او ترلاسه شوه

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۸:۴۳
ب

څو شېبې وړاندې د کابل پولیسو د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې له چاودېدونکو توکو او ځانمرګو واسکټونو ډک ټونس ډوله موټر کشف او ضبط کړ. 
له یاد موټر څخه ۱۲ ځانمرګي واسکټونه، دوه میله کلاشینکوفونه، لاسي بمونه او یو شمېر نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي. 
د دې لېږدوونکې واسطې په کشف سره کابل ښار کې د ترهګرو له یوې لویې ترهګریزې پېښې مخنیوی شوی.