کابل ښار کې د پولیسو درې ریزرف عملیاتي کنډکونه رامنځته شول

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال نن له غرمې وروسته د عامه امن ریاست تر مشرتابه لاندې د پولیسو له درېیو جوړو شویو ریزرف عملیاتي کنډکونو څخه لیدنه وکړه.
جنرال عبدالستار میزکوال د یادو عملیاتي کنډکونو له منسوبینو د لیدنې پر مهال دوی د حق لارې ریښتیني مبارزین او اتلان یاد کړل او ویې ویل، چې تاسې نن د هغو ترورېستي ډلو پر وړاندې درېدلي یئ، چې اجنبي هېوادونه یې ملاتړي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د امنیت د ټینګښت په برخه کې د یادو کنډکونو رامنځته کېدل ګټور یاد کړل او یادو ځواکونو ته یې د عامه امن د ټینګښت په پار لازمې لارښوونې وکړې.