کابل ښار ته د ۳۱۹ عرادو بې اسنادو موټرو د را ننوتلو مخه نیول شوې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۱۲
شیبش

کورنیو چارو وزارت عامه امن لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې، د کابل په دروازو کې د ۳۱۹ عرادو بې اسنادو موټرو د را ننوتلو مخه نیولې.
دغه عملیات د ترافیک پولیسو لوی ریاست منسوبینو په همکارۍ د لا ښه امنیت، ښاري نظم او په پلازمېنه کابل کې د احتمالي جرمونو د مخ نیوي په موخه د کابل په ارغندۍ او شمالي دروازو کې په لاره اچول شوي وو.
هغه وسایطو چې معتبر اسناد نلرل او تګ او راتګ یې کولو د څېړنو او مشخصاتو له ثبتولو وروسته یې کابل ته د راتګ مخ نیوی شوی او د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي.