کابل پولیسو ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول
![6](/sites/default/files/2020-12/130291388_1884386661699222_6672321984123484962_o.jpg)
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د کابل ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، شپږمې، نهمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، اخلاقي جرمونو، د کورونو لوټولو او همداراز د جعل او تذویر په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.