کابل پولیسو د حرفوي غلو څلور کسیزه ډله ونیوه

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۰:۱۷
6

د حرفوي غلو څلور کسیزه ډله چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې په وسله والو غلاو، وژنې او ژوبلې لاس  پورې کاوه او د پولیسو تر څار لاندې وه، نیول شوې ده.
یادې ډلې تېره شپه د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې په اړوند سیمو کې یو ۲۰۱۵ کرولا ډوله موټر غلا او تښتېدلي وه، چې د کابل پولیسو د ګړندیو هڅو په پایله کې په قره باغ ولسوالۍ کې تر پېژندنې وروسته نیول شوې ده.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه د غلا شوې واسطې سربېره؛ دوه قبضې تفنګچې هم ترلاسه شوې دي.