کابل ته د ۷۱۷ څخه ډېرو بې اسنادو وسایطو د راننوتلو مخه ونیول شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۴۴
sadfa

د عامه امن پولیس د ترافیک پولیسو په ملتیا د کابل په ارغندۍ، پلچرخي، سنګ نوشته، لته بند سرک او نورو دروازو کې له ۷۱۷ عرادو بې اسنادو موټرو څخه زیات درولي چې غوښتل یې کابل ولایت ته را ننوځي.
د عامه امن پولیسو رئیس ملا عبدالرحیم ظهیر د امنیتي ځواکونو له کړنو د ستاینې تر څنګ ویلي چې د پلازمېنې د امنیت او ثبات ساتل د پولیسو له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.