کابل او پروان کې له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو د شپږ تنو د نیول کېدو سربېره؛ بلخ کې د وسلو یو قاچاقبر ونیول شو

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۱۷:۴۸
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل، پروان او بلخ ولایتونو په اړوند سیمو کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسلو د یوه قاچاقبر په ګډون اوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې پینځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له درې میله وسلو، دوه عرادو موټرو، یو اندازه مهماتو او تجهیزاتو سره او همدارنګه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې هم یو کس له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو له یو اندازه مهماتو او تجهیزاتو سره نیول شوي دي.
بلخوا؛ د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې هم یو کس له یو میل پیکا، درې میله کلاشینکوفونو، یو میل ام-۴، ۱۳ قبضو تومانچو، لس ډزه بم غورځوونکو، دوه کړۍ لاسي بمونو، یو اندازه مهماتو، تجهیزاتو او نظامي وسایلو سره یو ځای نیول شوی دی.