کابل او هلمند کې درې تنه د غلا او چپاولګرۍ په تړاو ونیول شول
ملي پولیسو په کابل او هلمند ولایتونو کې درې تنه د موټرسایکل د غلا او چپاولګرۍ په تړاو نیولي دي.
له دې منځه تېره ورځ د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه حرفوي چپاولګر چې عامه مالونه به یې لوټول او له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو، نیول شوي دي.
همداراز د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې هم یو کس د موټرسایکل د غلا په تړاو له یو میل تفنګچې سره یو ځای نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.